ایکنا-( پاراچنار) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین دخیبرپختواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدي پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په کورمې کې زیاتره شخړې د مځکو په سر راپورته کیږي، چې له بده مرغه ځاي او صوبائي حکومتونه ددغو شخړو د حل لپاره هیڅ جدي ګامونه نه پورته کوي چې دا چاره د دوو قبیلو ترمینځ دشخړې او نښتې لامل کیږي او ورپسې همدغه ځینی حکومتي کړئ دغې شخړې ته مذهبی رنګ ورکوي او معامله د شیعه او سني جنګ شکل ا ختیار کوي چې هیڅکله هم په اصل کې داسې کومه خبره نه وي.
د خبر لمبر: 3487601 خپرونې تاریخ : 2023/07/09
ایکنا-(تهران) د پاکستان د ډیرو مهمو او پټو اطلاعاتو په غلا کولو کښې د اسرائیلي او روسي هیکرانو لاس دی او په اسلام آباد کښې حکومتي سرچینو تاییده کړې ده چې دغه هیکران د ځینو مهمو چارواکو اطلاعاتو ته د رسیدو په تکل او کوشش کښې دي.
د خبر لمبر: 3487414 خپرونې تاریخ : 2023/05/30
ایکنا-(تهران) د پاکستان په پاراچنار کې په تري منګل هائي سکول کې پرون د شهید کړائ شوو اوو استاذانو د جنازو په دستورو کې ویناوالو ووئيل،پد مظلومواستاذانو وینه به هیڅکله هم صائع نشي او د دجهالت دغه وحشي ډوله تبلیغ کونکي به حتما دخپل انجام سزا وویني
د خبر لمبر: 3487290 خپرونې تاریخ : 2023/05/05